د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن (شنبه، د جدي ۱۲مه) جنوبي اسیا ته د لسګونو ملیون ټنو روسي ګازو د لیږدولو په اړه په خبرو اترو کې د پرمختګ اعلان وکړ. د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې افغانستان اوس، تر بل هر وخت زیات، د سیمې هیوادونو لپاره د نښلونکي نقطې په توګه کار کوي. د دې خبرپاڼې له مخې، جنوبي اسیا ته د ۵۰ میلیونه ټنه روسي ګازو د لېږد پلان په پیل کې د اسلامي امارت چارواکو لخوا وړاندیز شوی و او د روسیې حکومت لخوا یې هرکلی وشو. که څه هم نور جزئیات نه دي ورکړل شوي، خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار کړی چې په تیرو دریو کلونو کې یې د سوداګرۍ له لارې د سیمه ییز ادغام د پیاوړتیا لپاره کار کړی او مثبتې پایلې یې ترلاسه کړې دي.

- 61
- منتشر شده در 12:10 ب.ظ
- شماره خبر 116688
- January 12, 2025
- منتشر شده در 12:10 ب.ظ
- شماره خبر 116688
- January 12, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 13:10 - January 12, 2025
- لینک کوتاه: https://memar.press/?p=116688
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط

د پاکستان له لوري د افغان مهاجرینو پر وړاندې د سخت دریځه سیاستونو شدت
15:07 - December 11, 2025

طالبان: د محصلینو اسلامي ذهنیت جوړول د پوهنتون د استادانو مسؤلیت دی
13:34 - December 11, 2025

هند: نوې ډهلی تل د افغانستان د سولې او ثبات ملاتړی پاتې سوی
13:30 - December 11, 2025

ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان په شخړو کې تر ۵۰ ډېر کسان وژل سوی او ۴۵۳ ټپیان سول
13:24 - December 11, 2025