د معمار پرس د خبر له مخې: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست نورالله نوري پرون په یوه غونډه کې وویل: د دې ډلې حکومت به له نړۍ سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي او افغانستان به د منځنۍ اسیا د نښلولو نقطه شي. ښاغلي نوري دغه څرګندونې د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره په کتنه کې وکړې چی په یوه نازک حالت کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې وضعیت نورمال ساتلی او د دې پر ځای چې ادارې فلج شي او خلک له فقر او لوږې سره مخ شي، برعکس پرمختګ کړی دی. هغه زیاته کړه چې د دې ډلې حکومت د بیارغونې، اقتصاد، پوهنې، سیاسي تعامل، امنیت او ملي یووالي په برخو کې “مهم او ارزښتناک فعالیتونه” او “پام وړ لاسته راوړنې” درلودې.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10734
۳ میاشتی پیش
شماره خبر 10734
منتشر شده در 3:49 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email