د معمار پرس د خبر له مخې؛ له ولايتونو سره د طالبانو د عامې روغتيا وزارت د همغږۍ مسوول او د کاپيسا ولايت لپاره د دې ډلې د والي ورور حاجي توريال له دوو نورو کسانو سره په يوه ترافيکي پېښه کې ووژل شو. د طالبانو د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ (د جدي ۱۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تایید کړه چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ په تنګي تاشقرغان سیمه کې شوې ده. د راپورونو له مخې د حاجي توریال موټر د شمال په لویه لاره له یوه بل موټر سره ټکر کړی چې له امله یې نوموړی او دوه ملګري یې وژل شوي دي.

- 54
- کې خپور شو 0:00 ق.ظ
- د خبر شمیره 115151
- December 31, 2024
- کې خپور شو 0:00 ق.ظ
- د خبر شمیره 115151
- December 31, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:23 - December 31, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=115151
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

پاکستان: د طالبانو له ژمنې پرته په خبرو کې پرمختګ ناشونی دی
11 minutes پیش



هند غواړي خپله سفارت په کابل کې پیاوړې کړي
31 minutes پیش