د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: په ډیموکراسۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تیري کچه لوړه ده

memaarpress

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ادعا کړې، چې په ډیموکراسۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تیري کچه لوړه ده.

هغه نن (شنبه، د قوس په پنځمه) ټویټ وکړ چې په متحده ایالاتو کې له هرو دریو ښځو څخه یوه یې د جنسي تیري او تاوتریخوالي تجربه کوي. د بلخي په وینا دا خبره په نورو دیموکراتیکو حکومتونو کې هم روان دي.

د طالبانو دغه ویاند ویلي دي چې اسلامي حکومتونه مکلف دي چې له ورته برخلیک څخه د ښځو د خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.

نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د مرستیال دفتر (یوناما) هغه څرګندونې ناسمې وبللې، چې ویلي یې و، دغه هېواد په نړۍ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه لري.

یوناما ویلي چې د تاوتریخوالي پای ته رسول او د ښځو او نجونو د حقونو تامین د تلپاتې سولې لپاره اړین دی.

په افغانستان کې ښځې او نجونې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له خپلو آزادیو او اساسي حقونو بې برخې شوې دي.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځې نه شي کولای په دولتي ادارو کې کار وکړي او له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له ښوونځي څخه بې برخې دي.

بیشتر بخوانید:  جوزپ بوریل: اروپايي ټولنه تایوان د یوه هیواد په توګه په رسمیت نه پیژني
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x