د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، نن، یکشنبه، د جوزا په ۱۲مه، د پاکستان د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد اسحاق ډار سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو او عامه اړیکو د مشر ضیا احمد تکل په وینا، دواړو خواوو د سفیرانو کچې ته د ډیپلوماټیکو ماموریتونو لوړول یو مثبت ګام وګڼله.
دوی د دې پروسې د مرحلو د بشپړیدو هیله څرګنده کړه.
دواړو خواوو دا هم ټینګار وکړ چې د ډیپلوماټیکو اړیکو پیاوړتیا په مختلفو سکتورونو کې د همکارۍ د پراخولو لپاره یو پلیټ فارم برابروي.
دا خبرې اترې د اړیکو د پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو هوډ ښیي.