د طالبانو او پاکستان د استخباراتو د مشرانو ناسته په ترکیه کې

سرچینې وايي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوو په زیاتېدو سره، ټاکل سوې ده چې د دواړو لورو د استخباراتي ادارو مشران د پنجشنبې په ورځ (د لړم ۱۵مه) په ترکیه کې سره وویني او خبرې اترې وکړي.
د طالبانو او پاکستان د استخباراتو د مشرانو ناسته په ترکیه کې

باخبری سرچینې وایي، تمه ده چې د طالبانو او پاکستان د استخباراتي ادارو مشران د لړم په ۱۵مه نېټه په ترکیه کې د رسمي خبرو لپاره سره وویني. د راپورونو له مخې، د طالبانو پلاوی به د عبدالحق وثیق، د طالبانو د عمومي استخباراتو د رییس، په مشرۍ په دې خبرو کې ګډون وکړي.

بل لور ته، د پاکستان د استخباراتو د ادارې (ISI) مشر، عاصم منیر، به د پاکستاني پلاوي مشري پر غاړه ولري. دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوې په وروستیو اونیو کې بې‌ساري لوړې سوې دي.

د افغان کډوالو جبري ایستل له پاکستانه، د سرحدي بریدونو پېښې، او د اسلام‌آباد هغه تورونه چې وايي طالبان د افراطی ډلو، په ځانګړي ډول د پاکستاني طالبانو غورځنګ (TTP)، ملاتړ کوي، د دواړو هېوادونو اړیکې د یوه ژور کړکېچ تر پړاو رسولې دي.

د شنونکو په باور، د دواړو هېوادونو د لوړپوړو امنیتي چارواکو ګډون په دې خبرو کې د وضعیت د حساسیت څرګندونه کوي او دا هڅه ښيي چې د بحران له لا زیاتېدو مخکې، یو دیپلوماتیک حل ولټول سي. تر اوسه د دې ناستې د اجنډا یا رسمي موضوعاتو په اړه کوم جزئیات نه دي خپاره سوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x