د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د طالبانو د سرپرست حکومت د دفاع وزارت سرچینو کړې ده چي په خوست او پکتیا ولایتونو کې د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو ترمنځ د نښتې په پایله کې ۱۹ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. په خوست او پکتيا ولايتونو کې ځايي سرچينې وايي، چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده. سرچينې زياته کړې، چې نښته تېره شپه پيل شوې او دواړو لورو سپکې او درنې وسلې کارولي دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، د خوست په «صبري» ولسوالۍ او د پکتيا په «ډنډپټان» ولسوالۍ کې نښتې روانې دي.

- 111
- کې خپور شو 1:36 ب.ظ
- د خبر شمیره 114700
- December 28, 2024
- کې خپور شو 1:36 ب.ظ
- د خبر شمیره 114700
- December 28, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 13:36 - December 28, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=114700
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

کابل او مشهد د کډوالۍ او سوداګرۍ د ستونزو پر حل ټینګار وکړ
12 ساعتونه پیش


خلیلزاد د پاکستان د امنیتي تګلارې د بدلون غوښتنه وکړه
13 ساعتونه پیش

یونیسف د افغانستان لپاره د بیړنیو مرستو د ملاتړ غوښتنه وکړه
13 ساعتونه پیش