د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي تاوتریخوالی؛ له سیاسي ریښو څخه تر امنیتي دلایلو پورې

لنډ لینک: https://memar.press/?p=10198
۱ کال مخکی
د خبر شمیره 10198
کې خپور شو 12:27 ق.ظ

په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان او پاکستان پر پوله د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډېرو نښتو شاهدان وو. تېره اوونۍ هم په سرحدي پوستو کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې وه، چې په ترڅ کې يې د يوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي وو. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زهرا ممتاز بلوڅ له رسنیو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو له ځانه په دفاع کې د طالبانو د سرحدي ځواکونو د ډزو ځواب ورکړ. هغه وویل: موږ د افغان طالبانو له چارواکو څخه غواړو چې له صبر او زغم څخه کار واخلي او د افغانستان او پاکستان په پوله کې غیر منطقي اقدام ونه کړي. دوی باید پوه شي چې پاکستاني ځواکونه به تل له خپلې خاورې دفاع کوي. په همدې حال کې د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمو ته سفر کړی دی او د دې ډلې ځواکونو ته یې د امنیتي پوستې د جوړولو او د تجهیزاتو د برابرولو په اړه ډاډ ورکړ. د طالبانو د دفاع وزیر او د دې ډلې نورو لوړ پوړو چارواکو تر دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان سرحدي نقطو ته سفرونه کړي او خبرې اترې یې کړي دي. پوښتنه دا ده چې د کابل او اسلام اباد تر منځ د پراخو اړیکو سره سره ولې د افغانستان او پاکستان پوله له تېرو دریو کلونو راهیسې د کړکېچ او شخړې شاهده ده؟ ځینې ​​کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان او پاکستان پر پوله د تاوتریخوالي زیاتېدل د سیاسي او امنیتي عواملو له امله دي چې په تېرو درېیو کلونو کې له ډېرو پورته او ښکته کېدو سره مخ شوي دي. پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د هېواد د ناامنیو ریښه په افغانستان کې ده او وسله وال د افغانستان له لارې پر دغه هېواد بریدونه کوي. له همدې امله اسلام اباد هڅه کوي چې د نويو سرحدي تاسيساتو په جوړولو سره له افغانستان څخه د تروريستي ګواښونو مخه ونيسي. له بلې خوا د طالبانو حکومت تل ټینګار کړی چې د پاکستان مخالف وسله وال په افغانستان کې اډه او پناه ځای نه لري او له اسلام اباده غوښتي چې د خپلو امنیتي ناکامیو پړه دې پر کابل نه اچوي. داسې نور ګونګوسې هم شته چې د سرحدي کړکېچونو رامنځته کېدل او د پاکستاني چارواکو لپاره د افغانستان-فوبیا څپې چې په وروستیو کلونو کې د داخلي کړکېچونو له امله د دغه هېواد د عامه افکارو تر سخت فشار لاندې راغلي، په عمده توګه د کورنیو چارو په ګټه دي. د سرحدي تاو تریخوالي بل لامل د فرضي ډیورنډ فرضي کرښه ده، چې له څه باندې ۱۳۰ کلونو وروسته لا هم کابل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت نه پېژني خو اسلام اباد په یو اړخیزه توګه دا خپله رسمي پوله ګڼي او وخت په وخت یې په ځینو سیمو کې پوځي کلابندۍ جوړوي. په داسې یو حالت کې د طالبانو او د پاکستان د حکومت تر منځ د سرحدي نښتو د رامنځ ته کیدو امکان څرګند دی او که دواړه خواوې د دې د حل لپاره ډیپلوماټیک حل ونه موندل شي، دا به دواړه هیوادونه په ډیرو ستونزو کې ښکیل کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
ټول شموله حکومتداري؛
ټول شموله حکومتداري؛د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا
له-ترهګرۍ-څخه-نیولې-تر-طالبانو-شکایت-پورې
له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
پاکستان-و-هند
له جهاد څخه تر توغندیو جوړولو پورې؛ د اسلام آباد د نوي دوکې خبرداری
منظم-سانسور؛-د-سیاسي-خپرونو-بندیز-او-د-انحصار-ځواک-پیاوړی-کول
منظم سانسور؛ د سیاسي خپرونو بندیز او د انحصار ځواک پیاوړی کول
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو
د طالبانو او پاکستان تر منځ د سرحدي کړکېچ له اتو ورځو وروسته د سپین بولدک بندر بیا پرانیستل سو د طالبانو نږدې رسنیو، په ځانګړي ډول ملي ټلویزیون، راپور ورکړی چې د قندهار ولایت سپین بولدک پوله‌ ییز بندر د اتو ورځو تر تړل کېدو وروسته یو ځل بیا د سوداګریزو فعالیتونو لپاره پرانیستل سوی دی.
د «عمومي بخښنې» له ژمنې څلور کاله وروسته؛ د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو او شکنجې دوام
له هغو ژمنو چې طالبانو د «عمومي بخښنې» په هکله ورکړې، تراوسه له څلور کاله ډېر تېر سوي؛ خو د یوې تازه څېړنې موندنې ښيي چې د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه لا هم د نیولو، شکنجې او وژنو هدف ګرځي.