د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د سرپرست حکومت او د ملګرو ملتونو د ادارو ترمنځ څلورمه ګډه غونډه د شنبې په ورځ (د جدي ۲۹مه) د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د ملګرو ملتونو استازې او د یوناما مرستیالې مشرې اندریکا رتواتي په شتون کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د طالبانو د سرپرست حکومت د ۲۳ وزارتونو او ادارو چارواکو، د ملګرو ملتونو د ۱۸ دفترونو استازو او ۱۹ کورنیو او بهرنیو غیر دولتي سازمانونو ګډون کړی وو. امیر خان متقي د عامه خدماتو، اقتصاد او زیربناوو په برخو کې د طالبانو د حکومت لاسته راوړنو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې افغانستان باید په کورنیو ظرفیتونو تکیه کولو سره ځان بسیاینې ته ورسیږي. متقي له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانانو د اړتیاوو سره سم بشري مرستې وویشي او د فوري مرستو پر ځای په پراختیایي او زیربنایي پروژو کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي.
د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ څلورمه ګډه غونډه؛ د بشري مرستو د پراختیایي پروژو ته د لیږدولو ټینګار

- 56
- کې خپور شو 12:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 117495
- January 19, 2025
- کې خپور شو 12:59 ب.ظ
- د خبر شمیره 117495
- January 19, 2025
- خبرونه
- تازه تازه 14:07 - January 19, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=117495
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



