د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د شنبې په ورځ «د قوس ۲۵مه» په ایکس خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه غونډه د هرات ولایت په تورغني بندر کې شوې ده. هغه وویل چې د دې غونډې موخه د “اقتصاد، ټرانزیټ، بریښنا، ریل پټلۍ او انرژۍ په برخو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو پروژو د عملي جریان لیدنه” ده. که څه هم ترکمنستان د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی، خو له دې ډلې سره نږدې اړیکې لري. تر دې مخکې د طالبانو د انرجۍ او اوبو وزارت له ترکمنستان سره د “ټاپي پروجکتونو” د عملي کولو لپاره د همغږۍ غوښتنه کړې وه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7184
۱۲ میاشتی پیش
شماره خبر 7184
منتشر شده در 2:35 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email