د طالبانو او امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په قطر کې کتنه

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=457
۳ کلونه مخکی
شماره خبر 457
منتشر شده در 7:08 ب.ظ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو تر غونډې وروسته په افغانستان کې د القاعده او داعش د تروریستي ډلو پر شتون اندېښنه څرګنده کړه.
د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې، دغه وزارت د جمعې په ورځ (د سرطان ۱۰) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت ځانګړي استازي توماس ویسټ په قطر کې د طالبانو له پلاوي سره وکتل.
د اعلامیې پر بنسټ، توماس ویسټ د جون په ۲۹ او ۳۰ د امریکا د بهرنیو چارو، مالیې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارتونو او د نړیوالې پراختیا اداره (USAID) د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د یوه لوړ پوړي امریکايي پلاوي په مشرۍ د قطر پلازمېنې دوحې ته سفر وکړ. او د طالبانو پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان مطیع په مشرۍ په بېلابېلو موضوعاتو وکتل.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي دي چې امريکايي چارواکو د طالبانو له پلاوي سره په کتنه کې په افغانستان کې د القاعدې، د داعش د خراسان څانګې او نورو تروريستي سازمانونو د شتون په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
اعلامیه زیاتوي چې د طالبانو پلاوي یو ځل بیا ژمنه وکړه چې هېڅ ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو له خوا ګواښل کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان د مرکزي بانک د ۳،۵ میلیارده ډالرو په اړه هم خبرې وکړې، څو دغه پیسې د افغانستان اتباعو ته ورسول شي.
د دې اعلامیې له مخې، د امریکايي پلاوي او طالبانو ترمنځ د خبرو پر مهال د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو پر حقونو د بندیزونو لګول او پراخول د امریکايي چارواکو د توجه اصلي موضوع وه.
ویل شوي چې امریکا د افغانانو د غوښتنو ملاتړ کوي څو نجونې بېرته ښوونځيو ته ولاړې شي او ښځې وکولای شي کار وکړي، د هېواد په اقتصادي وده کې ونډه واخلي او ازاد تګ راتګ وکړي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د نجونو د حقونو ساتنه د امریکا او طالبانو ترمنځ د اړیکو له عادي کېدو سره ښکاره اړیکه لري.
د دغې اعلامیې له مخې امریکايي پلاوي او طالبانو له نشه‎يي توکو سره د مبارزې او په راتلونکي کې له طبیعي پېښو سره د مقابلې لپاره د چمتووالي په اړه د نظر تبادله وکړي.
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
ولایت-پکتیا-1
پر پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونو د شپږو ملکي وګړو ژوند یې واخیست
د پاکستان د پوځ د هوايي بریدونو په پایله کې چې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په سیمه کې ترسره سوي، لږ تر لږه شپږ ملکي وګړي چې په کې دوه ماشومان هم شامل دي وژل سوي او اوه تنه نور ټپیان سوي دي.
6019150843347061023
د “ملي یووالي” ستاینه د پاکستان پر وړاندې؛ خالد زدران: د خلکو یووالی د تمې هاخوا وو
خالد زدران، د حقاني شبکې له مخکښو غړو او د کابل د امنيې قوماندانۍ ویاند، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په تړاو د افغانانو د یووالي ستاینه کړې ده.
1a47eabfae8a9f27abf2de0620ec4b339ab770e5-973x546-1
نور ولي محسود: ژوندی یم او د افغانستان له خاورې څخه ګټه نه اخلم
د (TTP) مشر نور ولي محسود وروسته له هغو راپورونو چې ويل سوي وو هغه په يوه هوايي برید کې وژل سوی، د يو ويډيوي پيغام له لارې څرګنده کړه چې ژوندی دی او په قبایلي سيمو کې فعاليت کوي.
nerkhe-asar-buy-sell-dollarafg
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( شنبه د 1404 کال د میزان26)
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
راشد خان یو ځل بیا د نړۍ د توپ‌اچوونکو د درجه‌ بندۍ په سر کې ځای ونیوه
۳ ورځې مخکی
ملګرو ملتونو د طالبانو او پاکستان تر منځ د جګړو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه وکړه
۳ ورځې مخکی
د «عمومي بخښنې» له ژمنې څلور کاله وروسته؛ د پخوانیو امنیتي ځواکونو د وژنو او شکنجې دوام
۳ ورځې مخکی
د خوړو نړيوال پروګرام: افغانستان د نړۍ د لوږې د بحران زړه دی
۳ ورځې مخکی
برنامه جهانی غذا: افغانستان، قلب بحران غذایی جهان است
د پاکستان پوځ: د پاکستاني طالبانو پټنځای مو په کابل کې بمبار کړی دی
۳ ورځې مخکی
د اروپایي اتحادیې استازی په کابل کې؛ اروپا له طالبانو څه غواړي؟
۳ ورځې مخکی
طالبان: اوربند د پاکستان په غوښتنه ټینګ سو
۳ ورځې مخکی
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه (پنج شنبه د 1404 کال د میزان24)
۳ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
طالبان و آزمون دشوار مهار تروریسم در افغانستان
طالبان در آزمون دشوار مهار تروریزم، نه‌تنها با تهدیدهای داخلی و حملات مرزی روبه‌رو هستند، بلکه زیر ذره‌بین قدرت‌های منطقه‌ای و جهانی نیز قرار دارند. تا زمانی که گروه‌های تروریستی در خاک افغانستان فعال‌اند و روابط کابل با همسایگان پرتنش باقی بماند، ادعای ثبات و امنیت بیشتر شبیه شعار است تا واقعیت.
۷ ورځې مخکی
6:59 ب.ظ
قطع اینترنت در افغانستان؛ نشانه بحران درونی طالبان یا تلاش برای خاموش کردن صداها؟
دربرنامه «فانوس» تلویزیون معمار، رامش سالمی کارشناس سیاسی، قطع سراسری ارتباطات در افغانستان را اقدامی هدفمند برای مهار آزادی بیان و پنهان‌سازی بحران‌های داخلی طالبان دانست.
۳ اونۍ مخکی
1:28 ب.ظ
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
۳ اونۍ مخکی
4:10 ب.ظ
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۴ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۴ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۱ میاشت مخکی
1:27 ب.ظ