د طالبانو او ازبکو چارواکي د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پراخولو ټینګار

تاکید مقامات طالبان و اوزبکستان بر گسترش بر روابط اقتصادی و سیاسی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په چين کې د طالبانو سفير مولوي بلال کريمي په دغه هېواد کې د ازبکستان له سفير فرهود ارزيف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د سياسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پر پراختيا خبرې وکړې. په هغه اعلاميه کې چې نن (پنجشنبه د جدي ٦مه) په بېجينګ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت له خوا خپره شوه، ويل شوي چې دا غونډه د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده. په دې کتنه کې بلال کریمي د ټرانس افغان پروژې اهمیت ته اشاره وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو تر منځ یو له مهمو اقتصادي پرمختګونو څخه وبلل.

بیشتر بخوانید:  په ایران کې د مهاجرینو د پاتې کیدو لپاره د 100 ملیون تومانو پانګونه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط