د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې د ایران په خاوره د صهیونیسټ رژیم هوايي بریدونه په کلکه وغندل.
ښاغلي متقي دا عمل د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه او د ایران د ملي حاکمیت پر وړاندې برید وباله.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د ایران له ملت سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره د ایران له اسلامي جمهوریت سره د افغانستان پیوستون اعلان کړ.
هغه همدارنګه د افغانستان پر چمتووالي ټینګار وکړ چې په سعودي عربستان کې د پاتې ایرانی حاجیانو په خوندي لیږد کې د افغانستان له خاورې څخه همکاري وکړي.