د سېلاب ځپلو ولایتونو اوسېدونکې د لا ډېرې مرستې غوښتنه کوي

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=604
۳ کلونه پیش
شماره خبر 604
منتشر شده در 3:39 ب.ظ

د هېواد سېلاب ځپلو ولايتونو یو شمېر اوسېدونکي دوي ته وېشل شوې مرستې کافي نه بولي او له دولت او مرستندویه بنسټونو څخه د لا زیاتو مرستو غوښتونه کوي.

دوی وايي چې حکومت دې د خلکو د کورونو په جوړولو کې ورسره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د شوې زلزلې له ویجاړیو وروسته سېلابونو هم یو شمېر خلک زیانمن کړل.

سېلاب ځپلي وايي، په‌دې سېلابونو کې ګڼ زیانونه وراوښتي دي.

په غزني ولایت کې سېلاب ځپلی قاري معروف وايي: «له مرستندویه موسسو او اسلامي امارته غوښتنه کوو چې له موږ سره زیاتې مرستې وکړي، څو زموږ کورونه او جوماتونه ورغول شي.»

په پکتيا ولايت کې سېلاب ځپلی دولت خان: «زموږ ځمکې او کورونه يې ويجاړ کړي دي، مهرباني وکړئ مرسته وکړئ.»

په پکتیکا ولایت کې سېلاب ځپلی محمد غني: «زموږ کورونه ویجاړ شوي، نور نه شم کولای چې دا کورونه جوړ کړم.»

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه نظرمیر زیارمل وايي: «د دغو مرستو په وېش کې ستونزې شته او د دغو مرستو اندازه کمه ده. په‌دې برخه کې باید دولت او مرستندویه بنسټونه په ګډه او اوږدمهاله تصمیم ونیسي او په داسې ډول مرسته او توزیع وکړي چې زیانمن شوي خلکو ته وویشل شي او ستونزې یې حل شي.»

ورته مهال طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، داسې پلان یې جوړ کړی چې له مخې به یې د زیانمنو شویو لپاره د سرپناه ستونزه هواره شي.

د دې وزارت سرپرست وزیر غلام غوث ناصري وايي: «اوس د دایمي سرپناه ستونزه هواره شوې او په‌دې برخه کې کار روان دی او لا زیاتې هڅې کوو او ۱۶۰ مېلیونه افغانۍ د اسلامي امارت له ادرسه وېشل شوي، سل زره افغانۍ د شهیدانو په کورنیو او پنځوس زره افغانۍ ټپیانو ته ویشل شوي دي.»

بیشتر بخوانید:  ملګري ملتونه: په افغانستان کې څه باندې ۶،۶ میلیونه وګړي کافي سرپناه نه لري

ورته مهال د دې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني وايي: «امارت په یوه پلان غور کوي چې پر بنسټ به یې له هغو زلزله ځپلو سره مرسته وشي چې کورونه یې زیانمن شوي او همدارنګه هغو کسانو ته چې په وروستیو سیلابونو کې یې کورونه له ویجاړ شوي دي.»

د ورکړل شویو مالوماتو له مخې، په وروستیو سېلابونو کې شاوخوا ۷۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۹۰ نور ټپیان شوي دي. له دې سربېره د زرګونه جریبه ځمکې محصولات له منځه تللي او همداراز څه باندې ۲ زره څاروي هم تلف شوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
171604822
په پاکستان کې له ۲۰۰۰ څخه زیات افغان کډوال چې د جرمني د منلو په تمه دي، توقیف شوي دي
۳ ورځې پیش
موج گرمای شدید در اسپانیا جان بیش از هزار نفر را گرفت
د هسپانیې د تودوخې څپې له ۱۰۰۰ څخه ډیر کسان وژلي
۴ ورځې پیش
tallaa
په افغانستان کې د سرو زرو نننۍ بیه، سه شنبه، د سرطان لومړۍ نېټه
۲ اونۍ پیش
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ
په افغانستان کې د سرو زرو نننۍ بیه (یکشنبه، د سرطان ۸مه)
۳ اونۍ پیش

مطالب پیشنهادی

آخرین اخبار مهم

د کډوالو ستونزو ته رسیدګي د ایراني چارواکو سره د طالبانو د جنرال قونسل د لیدنې تمرکز دی
۲ ورځې پیش
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( پنج شنبه د 1404 کال د سرطان 26 )
۲ ورځې پیش
آیت الله خامنه ای: د مجرم غاړکۍ باید خوشې نه شي
۲ ورځې پیش
رهبر انقلاب اسلامی: یقه جنایتکار نباید رها شود
چین: سیمه ییز ثبات د خبرو اترو له لارې تضمین کیږي، نه د بندیزونو له لارې
۲ ورځې پیش
چین: ثبات منطقه ای با مذاکره تأمین می‌شود، نه تحریم
ناټو خبرداری ورکوي: د روسیې سره د چین، هند او برازیل سوداګري کولی شي سخت بندیزونه ولګوي
۳ ورځې پیش
هشدار ناتو: تجارت چین، هند، و برزیل با روسیه تحریم‌های سنگین در پی دارد
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: یو ټول شموله حکومت په افغانستان کې د ثبات لپاره مهمه ده
۳ ورځې پیش
وزیر خارجه روسیه: حکومتی فراگیر کلید ثبات در افغانستان است
د راستنیدونکو لپاره د کار پیدا کولو لپاره د طالبانو د کار موندنې غونډه
۳ ورځې پیش
اشتغال مهاجران بازگشتی
په افغانستان کې د سرو زرو نننۍ بیه (چهارشنبه، د سرطان ۲۵مه)
۳ ورځې پیش
د کابل په بازارونو کې د سرو زرو ورځنی نرخ هره ورځ

گزارش و مصاحبه

حکم تاریخی دادگاه لاهه علیه طالبان | عدالت یا بحران جدید؟
بررسی حکم اخیر دادگاه بین‌المللی کیفری (لاهه) درباره صدور حکم بازداشت برای چند تن از رهبران طالبان از جمله هبت‌الله آخندزاده
۴ ورځې پیش
8:42 ب.ظ
عزیز معارج
به‌رسمیت‌شناسی طالبان توسط روسیه؛ چرخش ژئوپولیتیکی یا عبور از اصول انسانی؟
۱ اونۍ پیش
8:20 ب.ظ
بازگشت بدون استقبال؛ مهاجران در بن‌بست بی‌ساختاری
در گفت‌وگویی اختصاصی با عبدالغفار نظامی، کارشناس اقتصادی افغانستان، وی به بحران بازگشت مهاجران افغان به کشور بدون هیچ زیرساخت و برنامه‌ مشخص پرداخت. نظامی هشدار داد که این موج بازگشت، در غیاب حمایت‌های مؤثر، می‌تواند به بحران اجتماعی و اقتصادی بزرگی تبدیل شود.
۲ میاشتی پیش
6:15 ب.ظ
جمعه‌خان پویا: تصمیم دیوان عالی آمریکا تهدیدی جدی برای امنیت پناهجویان افغان است
جمعه خان پویا، فعال حقوق بشر افغان، در گفت‌وگویی اختصاصی با تلویزیون معمار در برنامه فانوس، تصمیم اخیر دولت آمریکا مبنی بر اخراج پناهجویان افغان را به‌شدت محکوم کرده و آن را نقض تعهدات اخلاقی و امنیتی این کشور دانست.
۲ میاشتی پیش
5:14 ب.ظ
صحرا کریمی: تغییر نام «افغان‌فلم»؛ آغاز پاکسازی فرهنگی توسط طالبان
در مصاحبه‌ای با برنامه «فانوس»، صحرا کریمی، رئیس پیشین «افغان‌فلم»، اعلام کرد که طالبان با تغییر نام این نهاد به «مدیریت سمعی و بصری»، درصدد حذف هویت فرهنگی و تاریخی افغانستان هستند. وی این اقدام را بخشی از پروژه‌ای برای تحریف حافظه جمعی و کنترل روایت‌های تصویری کشور دانست.
۲ میاشتی پیش
5:41 ب.ظ
بحران افغانستان؛ از مداخلات خارجی تا ضعف داخلی؛ آیا تغییرات مثبت اجتناب‌ناپذیر است؟
بحران افغانستان؛ از مداخلات خارجی تا ضعف داخلی؛ آیا تغییرات مثبت اجتناب‌ناپذیر است؟
«مداخلات خارجی و حمایت از گروه‌های شبه‌نظامی در افغانستان در ایجاد وضعیت کنونی نقش کلیدی داشته‌ و رهبران سیاسی افغانستان نیز که با نگاهی به بیرون، بر عمق و پیچیدگی این بحران افزودند، از این مسئولیت مبرا نیستند...»
۳ میاشتی پیش
1:14 ب.ظ