د سوریې حکومت سقوط وکړ؛ دمشق د مخالفو ځواکونو لخوا ونیول شو

حکومت سوریه سقوط کرد؛ دمشق به تصرف تروریست‌ها درآمد

د سوریې د حکومت مخالفو ډلو د یکشنبې په سهار اعلان وکړ چې د دغه هیواد پلازمینې ته ننوتي او د دمشق په ښار کې یې د راډیو او ټلویزیون ودانۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده او په ورته وخت کې خبری سرچینو خبر ورکړی چې بشار اسد له پلازمینې وتلی دی. د معمار پرس د خبر له مخې؛ په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت مخالفې ترهګرې ډلې دمشق ته ننوتلي او د دغه هیواد نږدې ټول مهم پوځي او امنیتي مرکزونه یې نیولي دي چې له څو ساعتونو راهیسې له سوریې څخه د بشار اسد د وتلو خبر خپاره کیږي. دمشق ته د سوریې د مخالفو ترهګرو په راتګ سره په دغه هیواد کښې د بشار اسد د کورنۍ ۵۳ کلنه واکمني هم ختمه شوه. راپورونه وايي، د سوریې ولسمشر بشار اسد مخکې له دې چې مخالفان پلازمېنې ته ننوځي، له هېواده نامعلوم ځای ته ولاړ.

بیشتر بخوانید:  د ایران د کورنیو چارو وزیر: د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي شخړو د هواري لپاره اړینه ده چې په سوله ییزه توګه او د خبرو اترو له لارې حل شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه