د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټي او سوداګریزو لارو د تړل کېدو په نتیجه کې، نږدې اته زره کانتینرونه چې د افغان سوداګرو مالونه پکښې دي، د پاکستان په بندرونو او ګمرکونو کې درېدلي دي.
دغه وزارت خبرداری ورکړی چې د دې حالت دوام کولای سي افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه واړوي او په هیواد کې دننه د اساسي توکو د برابرولو بهیر له ګډوډۍ سره مخ کړي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدل په داسې حال کې رامنځته سوي چې د افغان کډوالو د ایستلو د بهیر له پیل وروسته د کابل او اسلامآباد ترمنځ کړکېچونه خپل اوج ته رسېدلي دي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت ویلي چې له پاکستاني لوري سره ددې بحران د هواري لپاره خبرې روانې دي، خو افغان سوداګر د سرپرست حکومت پر نهعمل نیوکه کوي او له حکومت څخه غواړي چې د لارو د بېرته پرانیستو لپاره بېړني دیپلوماتیک فشارونه وارد کړي. راپورونه ښيي چې ډېری بند پاتې کانتینرونه د اساسي توکو، صنعتي موادو، ماشینآلاتو او خوراکي توکو څخه ډک دي، او د دوی د اجازې ځنډېدنه ښایي د افغانستان په بازارونو کې د بیو د لوړېدو لامل سي.




