د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د فواید عامې وزارت په خپله خبرپاڼه کې اعلان کړی چې نن (پنجشنبه د جدي ۷ مه) به د سالنګ پر لویه لار لویو بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي. دغه لویه لار څو ورځې وړاندې د کوچنیو موټرو پر مخ پرانیستل شوه. د سالنګ لویه لار له شاوخوا څلورو میاشتو تړل کېدو وروسته د قوس په ۲۹مه بیا یوازې د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7255
۱۲ میاشتی پیش
شماره خبر 7255
منتشر شده در 3:49 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email