د ریاست الوزرا د دفتر عمومي رئیس د توریستي شرکتونو ټولنې له رئیس او غړو سره وکتل

د ریاست الوزرا دفتر عمومي رئیس

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې، چې د ریاست الوزرا دفتر لوی ریاست د سیاسي او ولسي چارو رئیس مولوي ګلزار احمد حقاني هم شتون درلود، یادو استازو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د رياست الوزرا د دفتر له عمومي رئيس سره شريک کړل.

‏د توریستي شرکتونو ټولنې رئیس حسن زي منګل د حکومت له لوري دې شرکتونو ته د متعددو جوازونو ورکړې، د حج او عمرې په چارو کې د متعددو ادارو دخالت، موجوده بیروکراسي، د حج او عمرې پروسه کې د شفافیت رامنځته کولو او د مالیاتي فرار مخنیوي په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه بیان کړل.

د رياست الوزرا د دفتر عمومي رئيس ډاکټر ملا عبدالواسع له خلکو په ځانګړي ډول خصوصي سکتور سره د دې ډول کتنو موخه د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، ستونزو ته لاسرسی او د غوره کاري فضا رامنځته کول وبلل.

نوموړي زياته کړه، چې د یوه منظم چوکاټ له لارې به شته ستونزو ته ګډه حل لاره ولټول شي، ترڅو معتمرینو او سیلانیانو ته لا ډېرې اسانتياوې برابرې شي.

‏نوموړي د دوی له وړاندیزونو څخه په مننې زیاته کړه، چې د تعقیب لپاره به په راتلونکې کې نورې غونډې هم ولرو او اوسني وړاندیزونه او غوښتنې به له اړوندو مسوولینو سره شریکې شي

بیشتر بخوانید:  په افغانستان کې د یوه جامع حکومت پر جوړولو د چین او پاکستان د مشرانو ټینګار
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x