د رياست الوزرا د دفتر لوى رييس: لوبه ګټل او بايلل لري

pashto.memaarpress.com
لنډ لینک: https://memar.press/?p=1062
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 1062
کې خپور شو 2:43 ب.ظ

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې :د رياست الوزرا مطبوعاتي دفتر نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا د دفترلوى رييس ډاکټر ملا عبدالواسيع د کرکټ بورډ له رييس ميرويس اشرف او د افغانستان د کرکټ ملي ټيم کپتان محمد نبي سره د ويديو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

په دې ويديويي کنفرانس کې چې د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد د رياست الوزرا د دفتر لوى رياست مرستيال مولوي احمدالله متقي او د وياند مرستيال قاري يوسف احمدي هم حاضر و، د رياست الوزرا د دفتر لوى رييس د کرکټ بورډ  مسوولينو او د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو ته د روغتيا او برياليتوب هيله وکړه او د هغوى  د تېرو برياليتوبونو په مناسبت يي مبارکي وويله او هغه يي د اسلامي امارت او د ټولو افغانانو وياړ وباله.

هغه وويل: لوبه بريا او ماته لري  او زموږ د کرکټ اتلان بايد په راتلوونکي  د برياليتوبونو د ترلاسه کولو لپاره کار، زغم او قوي اراده ولري.

ډاکتر ملا عبدالواسيع زياته کړه: له تاسو څخه د شرعي حکمونو او اسلامي اصولو  د پرځاى کولو په ترڅ کې غواړو د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ او په خپل منځ کې بشپړه همغږي ولرئ.

ډاکتر ملا عبدالواسيع وويل اوس چې تاسي په متحده عربي اماراتو کې د اسيا جام په سیالیو کې لوبې کوئ هيله لرم چې له ټولو لوبغاړو سره ښه چلند، تعامل او زغم څخه کار واخلئ او خپلې سيالۍ د نړيوالو اصولو په رڼا کې ترسره کړئ، د اسلامي امارت مشران او زه په خپله ډاډ درکوم چې موږ ټول له تاسو همکار يو.

هغه زياته کړه: په پاى کې د کرکټ له نړيوالې شورا غواړم چې  له نړيوالو قوانينو څخه په استفادي سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله  د لوبغاړو ټول حقوق په پام کې ونيسي  چې زموږ ټيم له خپلو حقوقو څخه ګټه واخلي.

د کرکټ بورډ رييس ميرويس اشرف او د افغانستان د کرکټ  ملي ټيم کپتان محمد نبي  د رياست الوزرا  د دفتر له لوى رييس څخه  د منني په ترڅ  کې وويل: ستاسو، د اسلامي امارت او د نورو مشرانو پاملرنه او د هېوادوالو تشويق لوبغاړو ته روحيه ورکوي او هغوى هڅوي چې په نړيوالو سياليو کې په لوړه روحيه لوبه وکړي.

هغوى د رياست د دفتر لوى رييس او د اسلامي امارت مشرانو ته ډاډ ورکړ چې لوبغاړي به په سياليو کې په برياليتوب سره د افغانستان نوم  د لوړولو لپاره هڅې وکړي چې هېوادوالو ته زياتې خوښۍ راوړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
tazahorat-
په لنډي کوتل کې د سوداګرو او موټرچلوونکو لاریون د تورخم د بندر د تړل کېدو پر ضد
یو شمېر سوداګرو او د بار وړونکو موټرو چلوونکو د چهارشنبه په ورځ (د لړم ۷مه) د تورخم بندر ته نږدې د لنډي کوتل په بازار کې لاریون وکړ او د پاکستان له حکومته یې وغوښتل چې دا مهم سوداګریز بندر ژر تر ژره پرانیزي.
mobareza-ba-polio
په افغانستان کې د پولیو د مخنیوي لپاره سیمه‌ ییزه همکاري
د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر د سعودي عربستان سفر پر مهال د دغه هېواد او د پاکستان د روغتیا له وزیرانو سره د افغانستان په کچه د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو او د پراخو روغتیایي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
تیم-ملی-کیک_بوکسینگ-افغانستان-
د افغانستان د کیک‌بوکسینګ د ملي لوبډلې ګډون د آلمان په نړیوالو سیالیو کې
د افغانستان د کیک‌بوکسینګ ملي لوبډله د ۵ ورزشکارانو او دوو روزونکو په ترکیب سره په دغو سیالیو کې برخه اخلي.
کانادا
د افغان ښځو او انجونو د ملاتړ په اړه د کاناډا ټینګار
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د کاناډا استازولۍ د افغان ولس، په ځانګړې توګه د ښځو او انجونو، له قاطع ملاتړه ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دا هېواد به له نړیوالې ټولنې سره یوځای د افغانستان د بشري حقونو وضعیت او روان انساني بحران ته د نړیوال پام رااړولو لپاره هڅې جاري وساتي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.