د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: د اوکراین په خبرو اترو کې د اروپا حضور بې معنی دی

وزیر خارجه روسیه: حضور اروپا در مذاکرات اوکراین بی‌معنا است

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ټینګار وکړ چې اروپايي هېوادونه د خپلو متخاصمو سیاستونو له امله په ریاض کې د اوکراین په اړه په راتلونکو خبرو اترو کې ځای نه لري. هغه ټینګار وکړ چې دغو هېوادونو نه یوازې د سولې لپاره کار نه دی کړی، بلکې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل هم شوی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې د اروپايي مشرانو دښمنانه دریځونو ته په اشارې سره وویل: “په دې کنفرانس کې د اروپايي مشرانو ویناوې په بشپړ ډول تیری کوونکې وې او وښودله چې د دوی په پالیسیو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی.”

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان د احتمالي برید د پایلو په اړه خبرداری ورکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه