د راستنېدونکو کډوالو لپاره د دوو نویو ښارګوټو د جوړېدو منظوري په ارزګان او ننګرهار کې

د طالبانو د استوګنځای او ښار جوړونې وزارت اعلان کړی چې د کډوالو د دوو ښارګوټو تفصیلي طرحې یې د ارزګان او ننګرهار په ولایتونو کې منظورې کړې دي.
د راستنېدونکو کډوالو لپاره د دوو نویو ښارګوټو د جوړېدو منظوري په ارزګان او ننګرهار کې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د استوګنځای او ښار جوړونې وزارت د کډوالو د ښارګوټو د تفصیلي طرحو له تصویب خبر ورکړی دی، چې دا طرحې د ارزګان او ننګرهار ولایتونو لپاره جوړې سوې دي. نجیب‌الله حیات حقاني، د استوګنځای او ښار جوړونې وزیر، ویلي چې دا طرحې د راستنېدونکو کډوالو او د کور دننه بې‌ځایه سویو کورنیو لپاره د سرپناه او ښاري خدمتونو د برابرولو په موخه چمتو او تایید سوې دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، د ارزګان ولایت د کډوالو ښارګوټی به په ۲۳۹۵ جریبه ځمکه کې جوړېږي، چې ۱۷۴۰ استوګنیز کورونه به پکې شامل وي. په دغه ښارګوټي کې به ټولې ښاري اسانتیاوې او خدمتونه، لکه سړکونه، برېښنا، اوبه، ښوونه او روزنه، او روغتیايي خدمتونه په پام کې نیول سوي وي. همدارنګه، د ننګرهار ولایت د کډوالو ښارګوټی به په ۵۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ سي چې ۵۰۰ استوګنیز کورونه به ولري، او د ښاري معیارونو له مخې طرحه سوی دی.

د طالبانو د استوګنځای او ښار جوړونې وزارت ویلي چې دا پروژې د ملي استوګنځای د پروګرام یوه برخه ده، چې موخه یې د راستنېدونکو کډوالو او د کور دننه بې‌ځایه سویو د استوګنې ستونزه حل کول دي، او د عملي کار چارې به یې ډېر ژر پیل سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه