د خوړو د نړیوال پروګرام د مرستو په کمیدو سره د میندو او ماشومانو روغتیا ته ګواښونه

لنډ لینک: https://memar.press/?p=9964
۱ کال مخکی
د خبر شمیره 9964
کې خپور شو 5:27 ب.ظ

د خوړو نړیوال پروګرام له خوا د غذايي خوړو د ترلاسه کوونکو له لست څخه د ۶۰۰۰۰۰ امیندوارو میرمنو ایستل د افغان میرمنو د راتلونکي لپاره یو جدي خطر بللی دی. دغه پریکړه چې د بودیجې د کمښت له امله نیول شوې، په هیواد کې د بشري ناورین پراخ ابعاد څرګندوي او د میندو او ماشومانو روغتیا ته جدي ګواښ ګڼل کیږي. د بودیجې نشتوالی د دې بشري ناورین یوازینی لامل نه دی. پرله پسې وچکالۍ، داخلي شخړې، اقتصادي بندیزونه او سیاسي بې ثباتي ټول د دې لامل شوي چې افغانستان په نړۍ کې د خوراکي توکو تر ټولو سخت بحران جوړ کړي. دا بحران نه یوازې د امیندوارو میندو او ماشومانو فزیکي روغتیا ګواښي، بلکې د افغانستان د راتلونکي نسل وده او پرمختګ هم له خطر سره مخامخ کوي. د خوړو له پروګرام څخه د امیندوارو میرمنو لرې کول به په هیواد کې د میندو او ماشومانو روغتیا ته نه جبران کیدونکي پایلې ولري. د امیندوارۍ پرمهال خوارځواکي د وخت څخه مخکې زیږون، د زیږون کم وزن، په ماشومانو کې د اوږدمهاله ناروغیو خطر او حتی د مور د مړینې لامل کیدی شي. همدارنګه، د امیندوارۍ په جریان کې د غذايي موادو نشتوالی کولای شي د ماشوم دماغ او د معافیت سیسټم په پراختیا منفي اغیزه وکړي. د دې بحران سره د مقابلې لپاره، موږ په ملي او نړیواله کچه بیړني او همغږي اقدام ته اړتیا لرو. د بشردوستانه مرستو زیاتوالی، د کرنې په سکتور کې پانګونه، د کارموندنې رامنځته کول او د کورنیو تولیداتو ملاتړ د هغو مهمو حل لارو څخه دي چې کولای شي په افغانستان کې د خوراکي توکو وضعیت ښه کولو کې مرسته وکړي. د دې ترڅنګ د افغانستان انزوا او د افغانستان د اقتصاد په ښه کولو کې د نړیوالې ټولنې نه ګډون، چې د طالبانو د سیاستونو له امله رامنځ ته کېږي، نور هغه لاملونه دي، چې له بنسټیزو اړتیاوو څخه یې محرومیت زیات کړی دی. څرنګه چې امیندوارۍ یوه مهمه او حساسه مرحله ده او د صحي او مغذي خوړو نشتوالی د مور او ماشوم په روغتیا مستقیم اغیز لري. د خوړو له پروګرام څخه د ۶۰۰۰۰۰ امیندوارو میرمنو ایستل یو بشري ناورین دی چې د نړیوالې ټولنې جدي پاملرنې ته اړتیا لري. د وضعیت د خرابیدو د مخنیوي لپاره باید په افغانستان کې د خوراکي توکو د بحران د حل لپاره سمدستي او اغیزمن ګامونه پورته شي. که نه نو د افغانستان راتلونکی نسل به له جدي ننګونو سره مخ شي او د ميندو او نويو زېږېدلو ماشومانو روغتيا به له جدي خطرونو سره مخ شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
68038fbefb15e533f4fd7e6a0068704bccc57780-5568x3712
د افغانستان د فوټسال تاریخي بریا؛ د سیاسي تیارو په منځ کې د امید طلا
د افغانستان د ۱۷ کلنې لوبډلې تاریخي اتلولي په فوټسال کې، د هیڅ حکومت د منظم پلان یا رسمي پالیسۍ پایله نه ده؛ بلکې دا بریا د هغو زلمیانو د غیرت، هڅې او زړه‌سواندۍ ثمره ده، چې د وسایلو د کمښت، تبعیض او د ورزشي بنسټونو د نشتوالي سره سره یې باور درلود چې له رنځ او ستونزو څخه هم ویاړ زېږي.
روز-جهانی-هنر-1403
د رڼا استازي د تيارو په زمانه کې
نن د هنر رسالت په افغانستان کې څرګند دی. د انسانيت وجدان راويښول ددې خوار ولس د رنځونو پر وړاندې، او د بشري برخلیک احساس بيا راژوندي کول د رنګ، غږ، او کلمې له لارې، څو د تخليق ښکلا د حقيقت له رڼا سره وتړي. افغانستان نن هنر ته اړتيا لري، نه د سينګار لپاره، بلکې د بقا لپاره.
shahid-nasrollah11
سید حسن نصرالله؛ د لبنان د نوې هویت جوړونکی او د مقاومت مرکز
سید حسن نصرالله، د شهید حزب‌الله لبنان عمومي منشي، بې شکه د اسلامی نړۍ او منځني ختیځ د معاصرې نړۍ یو له ځانکړو او برخلیک ټاکونکو شخصیتونو څخه دی.
arbaeen430
د اربعین زیارت معنوي او سیاسي اغیزې د اسلامي امت په تحرک او یووالي باندې
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي شخړو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي او ترانزیټي لارې به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې پاتې سي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.