د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: پر رسنیو د فشار دوام به افغانستان له نړیوالې ټولنې جلا کړي

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: پر رسنیو د فشار دوام به افغانستان له نړیوالې ټولنې جلا کړي
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې (CPJ) د طالبانو د واکمنۍ د دوه کلنې کلیزې په مناسبت د افغان خبریالانو او رسنیو پر دوامدارو بندیزونو او فشارونو اندیښنه څرګنده کړه. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دوشنبې په ورځ (د اسد ۲۳مه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د رسنیو پر وړاندې د زور زیاتي دوام به افغانستان له نړیوالې ټولنې جلا کړي. هغه ټینګار وکړ، سره له دې چې طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته د مطبوعاتو ازادۍ ته د اجازې ورکولو ژمنه کړې، خو دغې ډلې لسګونه سیمه ییزې رسنۍ وتړلې. نوموړي زیاته کړې، چې طالبانو هم په افغانستان کې د یو شمېر نړیوالو رسنیو پر فعالیت بندیز لګولی او بهرنیو خبریالانو ته وېزې نه ورکوي.

بیشتر بخوانید:  په کابل کې د چینایانو پر مېلمستون وسله وال برید شوی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x