د جرمني صدراعظم: د افغان اتباعو اخراج ته به دوام ورکړو

صدراعظم آلمان: به اخراج شهروندان افغان ادامه می‌دهیم

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز دغه څرګندونې په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې په یوه خبري غونډه کې وکړې او هغه افغان کډوال یې چې تاوتریخوالی او جرمونه یې ترسره کړي «افغان مجرمین» وبلل. هغه زیاته کړه: مونږ زیات شمیر افغان مجرمین درلودل چې افغانستان ته مو وشړل. دا پیچلې وه مګر موږ دا ترسره کړه او د دې په څیر بیرته راستنیدل به بیا پیښ شي. مجرمین به بیرته افغانستان ته واستول شي. هغه زیاته کړه چې د جرمني حکومت به د سوریې د مهاجرینو ترمنځ د “تاوتریخوالی او جرم” عاملین هم خپل هیواد ته واستوي، خو ټینګار یې وکړ چې دا خبرې مهمې دي او “باید په هوښیارۍ سره ترسره شي”. له جرمني څخه د افغان او سوريايي مهاجرو د اخراج لړۍ وروسته له هغه پیل شوه چې یوه افغان ځوان د مانهایم په ښار کې د اسلام ضد ډلو پر یوه غونډه برید وکړ او یو پولیس افسر یې وواژه. وروسته له هغه چې یوه سوري کډوال د فیستیوال د ګډونوالو پر یوه ډله د چاړه برید وکړ او داعش د دې برید پړه پر غاړه واخیسته. د افغان کډوالو لومړۍ ډله تېره میاشت له جرمني وایستل شوه او د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته واستول شوه.

بیشتر بخوانید:  نورالدین عزیزي: موږ په افغانستان کې د اقتصادي ځان بسیاینې او بهرنۍ پانګونې د جلبولو په لټه کې یو

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه