د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، یو شمېر مسافر او د بار وړونکو موټرو چلوونکي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بندو تګلارو له امله په تورخم کې بند پاتې دي، له خپل کړکېچن حالت شکایت لري او له دواړو لوریو غواړي چې ژر تر ژره د دغو لارو د پرانیستو لپاره لازم اقدامات وکړي.
دا لار له درېیو اوونیو راهیسې تړلې پاتې ده، او سلګونه سوداګریز موټرونه او مسافر د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارې د خلاصېدو په تمه دي. تېره ورځ (یکشنبه)، د تورخم دروازه یوازې د هغو افغان کډوالو د جبري شړلو لپاره پرانیستل سوه چې د پاکستاني چارواکو لهخوا له هېواده ایستل کېدل. یاد کډوال وايي چې د پاکستاني پوځیانو چلند ورسره ناسم او ظالمانه وو، او د هغوی کیسې له درد او غم ډکې دي.
ډېری یې وایي چې خپله شتمني او سامانونه یې په پاکستان کې پرېښي او بېهیڅ شتمنۍ بېرته هېواد ته راستانه سوي دي. د دې لارې تړل نه یوازې د سوداګرو لپاره اقتصادي ستونزې رامنځته کړي، بلکې مسافر او د هغوی کورنۍ یې هم له ناامنۍ، لوږې او د اسانتیاوو له کمښت سره مخ کړي دي.




