د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ترمز درې ورځنۍ خبرې اترې، چې د ازبکستان د حکومت په نوښت او د دغه هېواد د ولسمشرۍ په مشرۍ د ستراتیژیکو او سیمه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ لخوا کوربه توب شوې وه، د مرکزي اسیا، جنوبي اسیا، اروپا، د خپلواکو هېوادونو د مشترک المنافع هېوادونو او لویدیځې اسیا د شاوخوا ۲۰۰ استازو او متخصصینو په ګډون سره پای ته ورسېدې.
د دې غونډې اصلي موخه د دواړو سیمو ترمنځ د اقتصادي او امنیتي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د لارو چارو لټول وو.