ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وړمه ورځ په ډېرې خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړ، چې د پنجاب د اوکاړې په دیپالپور سبزي منډۍ سیمه کې یو افغان موټر چلونکی په ډېرې بې رحمي سره شهید کړل شوی دی.
سرچينې زياته کړې چې سفارت دا ناوړه ظالمانه عمل په کلکو ټکو غندي او په دې تړاو خپله ژوره خواشیني څرګندوي.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ويل شوي، چې په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت له پېښې وروسته سمدستي په پاکستان کېد افغان ټرانسپورټ اتحادیې له غړو سره اړیکه نیولې ترڅو د شهيد جسد خپلو وارثینو ته ورسول شي، او په دې برخه کې ورسره هر راز همکاري وکړي.
سفارت همدارنګه دا موضوع د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او اړونده ادارو سره شریکه کړې، چې د پېښې په اړه پلټنه وکړي او د عاملینو په پیدا کولو کې لازم اقدامات ترسره کړي، ترڅو په راتلونکي کې دا ډول دردوونکې پیښې بيا تکرار نشي.

- 62
- منتشر شده در 10:35 ق.ظ
- شماره خبر 2082
- January 5, 2023
- منتشر شده در 10:35 ق.ظ
- شماره خبر 2082
- January 5, 2023
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 10:35 - January 5, 2023
- لینک کوتاه: https://memar.press/?p=2082
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



