د برتانیې سفارت: موږ د افغان خبریالانو تر څنګ ولاړ یو

د افغانستان لپاره د برتانیې سفارت د افغان خبریالانو د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د بیان له آزادۍ او د خبریالانو له امنیت څخه به ملاتړ کوي.
د برتانیې سفارت: موږ د افغان خبریالانو تر څنګ ولاړ یو

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د خبریالانو پر ضد د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د برتانیې سفارت ویلي چې له بیان آزادۍ، د خبریالانو له خوندیتوب، او له دې حق څخه چې بې له وېرې حقیقت څرګند کړي، ملاتړ کوي.

سفارت د یک‌شنبې په ورځ، د لړم ۱۱مه، په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی: «خبریالان باید وکولای سي پرته له ګواښ، سانسور یا مجازاتو، حقیقت منعکس کړي. روښانه راتلونکی هغه وخت رامنځته کېږي چې د بشري حقونو درناوی وسي او د احترام او ګډون فضا تضمین سي.»

د برتانیې سفارت زیاتوي چې یوازې هغه وخت یو رڼا او عادلانه راتلونکی جوړېږي چې بشري حقونه، احترام او ټول‌ګډون خوندي وي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې افغان خبریالان لا هم له سختو ګواښونو، بندیزونو او محدودیتونو سره مخ دي، او د هغوی د آزاد فعالیت فضا ورځ تر بلې تنګېږي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط