د ایران کلتوري سلاکار: طالبان یو فرصت دی، ګواښ نه دی

د ایران کلتوري سلاکار: طالبان یو فرصت دی، ګواښ نه دی

معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د کلتوري چارو سلاکار وویل، له افغانستان سره د ایران د کلتوري اړیکو په پراخولو ټینګار کوی او وایی چی طالبان په اسلامي نړۍ کې یو فرصت دی، نه ګواښ‌. حسیني زیاته کړه: په افغانستان کښې د ایران کلتوري فرصتونه په مختلفو ډګرونو کښې پراخ دي او افغانستان کولای شي په مختلفو برخو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له تجربو استفاده وکړي. په دې کتنه کې دبلخ ولايت د اطلاعاتو او کلتور رييس هم خبرې وکړې چی د ایران دولت او ملت د افغانستان له اشغال او له هغه وروسته د یوه ورور په توګه د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی، چې موږ یې د عزت او کرامت په توګه ګڼو. مولوي نوراني هم وویل: د طالبانو حکومت د افغانستان او ایران پر پیوستون او اتحاد ټینګار کوي، له شک پرته د مسلمانانو د بریا راز په اتحاد او پیوستون کې دی. شیعه او سني هم وروڼه دي.

بیشتر بخوانید:  ګوتریش: نړۍ د اټومي جګړې د خطر په لوړه کچه کې ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x