د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي: په افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې د هېوادونو د امنیت په معنی دی

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د چهارشنبې په ورځ (د عقرب ۱۸) د یوه ټویټ په خپرولو سره خپل سفر اعلان کړ.

هغه لیکلي: “پاکستان ته د سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره د لیدنې پر مهال مې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې د هېوادونو د امنیت په معنی دی.”

قمي زیاته کړه: امریکا او د هغې ځینې ملګري هېوادونه په سیمه کې د بې ثباتۍ بنسټ دی.

پاکستان ته د ښاغلي قمي سفر په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کرن ډیکر هم پاکستان ته سفر کړی دی.

نوموړي پر ټوېټر لیکلي چې په پاکستان کې د افغان اتباعو د وضعیت په اړه د نویو معلوماتو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان کورش ملي لوبډله د اسیا په کچه پنځم مقام خپل کړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x