د ایران د کورنیو چارو وزیر: د بهرنیو اتباعو د وضعیت د تنظیمولو لپاره د مهاجرت ملي اداره به جوړ شي

وزیر داخله ایران : ساماندهی اتباع خارجی با تشکیل سازمان ملی مهاجرت یکپارچه می شود

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني د بهرنیو اتباعو د وضعیت د تنظیمولو لپاره د مهاجرت د ملي ادارې د جوړیدو لایحه پارلمان ته وړاندې کړه. د ایران د کورنیو چارو وزیر د دغه لایحې د هدف په اړه وویل: “زموږ هدف دا دی چې د پارلمان په تصویب سره به د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو په اړه ټول واکونه مرکزي ادارې ته انتقال شي ترڅو د دې ډلې خلکو لپاره یو ښه تنظیم برابر شي.” ښاغلي مومني زیاته کړه، د دغه سازمان د جوړېدو طرحه په تېر پارلمان کې هم وړاندې شوې وه، خو کومې پایلې ته ونه‌رسېد. اوس د کورنیو چارو وزارت دغه لایحه له پوره چمتوالي سره یو ځل بیا پارلمان ته وړاندې کړې او تمه ده چې دغه لایحه به تصویب او د مهاجرت ملي اداره به خپل فعالیت پیل کړي.

بیشتر بخوانید:  د پاکستان د سوداګرۍ خونې د سپین بولدک – چمن لارې د ژر پرانیستلو غوښتنه وکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه