د معمار پرس د خبر له مخې؛ په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت د سفارت سرپرست عليرضا بيګدلي د طالبانو د کورنيو چارو وزارت له سرپرست سراج الدين حقاني سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړې. په دې کتنه کې چې نن دوشنبه د جدي په ١٧مه ترسره شوه، د دواړو هېوادونو د وزارتونو ترمنځ په لا زياتو همکاريو ټينګار وشو. په کابل کې د ايران سفارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه خبر ورکړ چي دا غونډه د ډیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا د هڅو د یوې برخې په توګه شوې ده. د ایران د سفارت په وینا، دواړو لورو د تاریخي اړیکو اهمیت او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.

- 55
- منتشر شده در 11:37 ق.ظ
- شماره خبر 116111
- January 7, 2025
- منتشر شده در 11:37 ق.ظ
- شماره خبر 116111
- January 7, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:38 - January 7, 2025
- لینک کوتاه: https://memar.press/?p=116111
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط



