د معمار پرس د خبر له مخې؛ په پاکستان کې د جیش العدل ډلې پر ضد د ایران د میزایلو او ډرون بریدونو او د دواړو هېوادونو تر منځ د کړکېچ د زیاتېدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان له خپل پاکستاني سیال جلیل عباس جیلاني سره ټیلیفوني خبرې وکړې. د ایرنا د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان امنیت د ایران د اسلامی جمهوریت امنیت وباله او څرګنده یې کړه چې د جیش العدل په نامه غورځنګ یوه ترهګره ډله ده چې د دواړو هیوادونو د ګډ امنیت خلاف عمل کوی. امیر عبداللهیان تاکید وکړ چې ایران د پاکستان د ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوی. هغه وویل: موږ د پاکستان له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته کلکه پاملرنه کوو.

- 42
- کې خپور شو 12:57 ب.ظ
- د خبر شمیره 7524
- January 18, 2024
- کې خپور شو 12:57 ب.ظ
- د خبر شمیره 7524
- January 18, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

«ملي یووالی» په تقویم کې ژوندی دی، په حقیقت کې مړ سوی
15:42 - November 6, 2025

سید مصطفی کاظمي، د افغانستان د ویښ وجدان سمبول
15:35 - November 6, 2025

د افغانستان او پاکستان تر منځ د مذاکراتو دریم پړاو په استانبول کې ترسره کېږي
13:26 - November 6, 2025

سولهایکس؛ د افغانستان د انجونو د زدهکړې لپاره یوه نوې لار
13:13 - November 6, 2025
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments