د ایران د بهرنیو چارو وزارت: زموږ پالیسي د افغان اتباعو لپاره د ویزې مدیریت کول دي، نه دا چې محدود یې کړو

وزارت خارجه ایران: سیاست ما مدیریت ویزا برای شهروندان افغانستان است، نه محدودسازی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ (د حون په ۲۷مه) په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې د تهران پالیسي د افغان اتباعو لپاره د ویزو د ورکولو په اړه د غوښتنلیک مدیریت پر بنسټ ولاړه ده او موخه یې د ویزې پروسې ښه تنظیم کول دي.

بقايي ټینګار وکړ، “زموږ پالیسي محدودول نه دي، بلکې په افغانستان کې غوښتونکو ته د ویزو ورکول اداره کول دي. په دې اړه د اقداماتو یوه ټولګه جوړه شوې ده او په تدریجي ډول به پلي شي.”

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا هم وویل: “د افغانانو عزت او درناوی تل زموږ لپاره د ویزې ورکولو په برخه کې یو اصل دی. خو د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره، غوښتونکي باید د شرکتونو او سفارت لخوا معرفي شویو چینلونو له لارې غوښتنه وکړي.”

بیشتر بخوانید:  یو امریکايي پلاوی د ترهګرۍ په اړه د خبرو لپاره به پاکستان ته راسی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه