د ایران او هند ترمنځ د افغانستان او چابهار د پرمختګونو په اړه دوه اړخیزې مشورې وشوې

رایزنی دوجانبه ایران و هند درباره تحولات افغانستان و چابهار

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د هند او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو د جمعې په ورځ د جدي په ۱۴مه د هند د خارجه وزارت د مرستیال ویکرام مصری او د ایران د خارجه وزارت د سیاسی مرستیال مجید تخت روانچی په مشرۍ په دوه اړخیزه غونډه کښې دواړو لورو په مختلفو مسائلو خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه. په دې کتنه کې دواړو لورو د چابهار بندر په ګډون د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د کرنیزو همکاریو، سوداګریزو او اقتصادي مسایلو او همدارنګه د کلتوري او خلکو ترمنځ د اړیکو په پراختیا خبرې وکړې. په دغو خبرو کې د هند د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پراختیا لپاره د چابهار بندر پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه وویل، دغه بندر د ایران، افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول لوبولی شي.

بیشتر بخوانید:  طالبان او په بلخ پوهنتون کې د جنډر د جلا کولو پلان پلي کول
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه