د ایران اسلامي جمهوریت سفارت: د افغانستان د شمال د زلزله‌ځپلو لپاره د بیړنیو مرستو او ژغورنې عملیات پیلېږي

د ایران اسلامي جمهوریت سفارت په کابل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د شمال وروستي زلزله‌ځپلو، په ځانګړي ډول د سمنگان او بغلان ولایتونو له خلکو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي یې دي چې اړینې بیړنۍ مرستې به د اغېزمنو سویو خلکو لپاره برابري سي.
د ایران اسلامي جمهوریت سفارت: د افغانستان د شمال د زلزله‌ځپلو لپاره د بیړنیو مرستو او ژغورنې عملیات پیلېږي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د ایران سفارت په کابل کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د افغانستان په شمال کې له زلزلې وروسته یې له زیانمنو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده. په اعلامیه کې ویل سوي: «د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان له سیمه‌ییزو چارواکو سره په همغږۍ کې د زلزله‌ځپلو خلکو عاجلې اړتیاوې ارزوي او ډېر ژر به د ژغورنې او مرستو بیړني اقدامات پیل کړي.»

سفارت زیاتوي: «ایران به د سختو حالاتو په دې شېبو کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ وي، او له لازمې ارزونې وروسته به بشري او مرستندویه توکي د اغېزمنو سیمو لور ته واستوي.»

په اعلامیه کې ټینګار سوی چې د دواړو هېوادونو د انساني اړیکو او ګاونډیتوب روحیه دا ایجابوي چې د سختیو په وخت کې د افغانستان له ولس سره مرسته وسي او له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه سي. دا خواخوږي او د مرستې ژمنه په داسې وخت کې کېږي چې د تېر ماښام زلزلې د هېواد په شمال کې پراخ زیانونه اړولي، ګڼ وګړي یې مړه کړي او سلګونه کورونه یې په بشپړ یا جزوي ډول ویجاړ کړي دي. د سیمې اوسېدونکي اوس هم په سختو شرایطو کې ژوند کوي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه