د امربالمعروف سرپرست وزیر: د ټولنې اصلاح، د فساد او نشه يي توکو مخنيوی مو اصلي موخې دي

لنډ لینک: https://memar.press/?p=757
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 757
کې خپور شو 12:12 ق.ظ

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې: د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي تېره ورځ  نورستان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یوې سترې غونډې ته په وینا کې وویل چې د پیغمبر(ص) د رالېږلو هدف، د نورو له غلامۍ څخه خلاصون او د الله بندګي ته رابلل وو او تېر شل کاله زمونږ قرباني هم د ازادۍ اخیستلو او له غلامي څخه د خلاصون لپاره و.

هغه زیاته کړه چې د اسلامي امارت په تېره یوه کلنه دوره کې داسې امنیت راغلی چې ساری نلري.

د الحنفي په وینا په تېر کې امنیت صفر، فساد او بد اخلاقي اوج ته رسیدلې وه، قومیت، تعصب په داسې حال کې و چې هر چا د خپلې ګټې لپاره همدغه نعرې وهلې او خلک یې په همدغو نومونو غولول.

نوموړي وړاندې وویل زمونږ هېواد کې د فزیکي یرغل ترڅنګ، فکري یرغل هم حاکم و، زمونږ مجاهدین او ازادي غوښتونکي، خلکو ته ډول ډول معرفي کېدل، آن د نورستان غوندې قبائلي سیمه کې یې هم نفوذ کړی و، اوس یې باید په سمه توګه مخه ونیسو.

شیخ محمد خالد د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په اړه و ویل چې د امر بالمعروف معنا د ټولنې اصلاح، د فساد او رشوت ختمونه، د نشه يي توکو مخنیوی او د بداخلاقي پايته رسول دي.

هغه د حجاب د فرمان په اړه د خویندو له لوري په تعميل خوښي وښودله او و یې ویل چې آن رسنۍ هم د تلویزون په پرده حجاب مراعات کوي، تالارونو کې هم د منکراتو مخنیوی شوی، پارکونو کې هره خور د سیاحت او تفریح لپاره تللی شي، هغه څه چې همدا شل کاله ملت د هغو غوښتنه درلوده.

سرپرست وزیر زیاته کړه چې علماء دې د امر بالمعروف په  برخه کې خپل مسئولیت ادا کړي، مسئولین هم د امر بالمعروف له محتسبینو سرمرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې که د امربالمعروف وزارت محتسبین تېروتنې کوي او څوک و ځوروي نو له دندو څخه به يې ګوښه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
un-and-china
د ملګرو ملتونو او چین چارواکو د مهاجرینو د ملاتړ لپاره پر څو اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنر دفتر اعلان کړی چې ددې ادارې استازی په افغانستان کې او د چین سفیر په کابل کې د یوه کتنې پر مهال د هغو افغان مهاجرینو د ملاتړ لپاره پر نړیوالې همکارۍ ټینګار وکړ چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راستانه کېږي.
WhatsApp-Image-2025-11-03-at-03.00.22_4f949d43-750x500-1
د ملګرو ملتونو د مرستو ډلې د زلزله‌ځپلو سیمو په لور واستول سوې
د ملګرو ملتونو استازولۍ په افغانستان کې اعلان کړی چې د دې سازمان د بیړنیو مرستو ډلې د افغانستان شمال کې هغو سیمو ته استول سوې دي چې له وروستۍ زلزلې‌ څخه سختې زیانمنې سوې دي، څو د خلکو اړتیاوې وارزوي او عاجلې مرستې ورسوي.
31893.1
طالبان د پاکستان له اختلاف وروسته د بدیلو سوداګریزو لارو د موندلو هڅې کوي
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې له پاکستان سره د سوداګریزو اړیکو له پرې کېدو وروسته، هڅه کوي د افغانستان د اقتصادي تړلتیا د کمولو او د افغان سوداګرو لپاره د نوو فرصتونو د رامنځته کولو په هدف، د صادراتو لپاره نوي سیمه‌ییز بازارونه او بدیلې لارې ومومي.
140208301456086228824644
د تورخم له تړل کیدو سره مسافر او سوداګر له سخت حالت سره مخ دي
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازه له درېیو اوونیو زیاتې مودې راهیسې تړلې پاتې سوې ده، او په نتیجه کې یې سلګونه د مالونو بار موټرونه او مسافر په ډېر ستونزمن وضعیت کې بند پاتې دي.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي شخړو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي او ترانزیټي لارې به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې پاتې سي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.