د القاعدې د مشر له وژل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره د امریکا او طالبانو جګپوړو چارواکو سره وکتل.

memaarpress.com

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې (سي آی اې) مرستیال ډیویډ کوهن دوحې ته د سفر په ترڅ کې د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره وکتل.

دا غونډه چې د شنبې په ورځ (اکتوبر ۸ مه) ترسره شوه، د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو وروسته د امریکايي چارواکو او طالب مشرانو تر منځ تر ټولو لوړه کچه خبرې دي.

په کابل کې د الظواهري تر وژل کېدو وروسته امریکا پر طالبانو تور ولګاوه چې د دوحې له تړون څخه په ښکاره سرغړونه کوي. د دې هوکړې پر بنسټ طالبانو ویلي وو چې که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، دغه ډله به ترهګرو ته پناه نه ورکوي.

بیشتر بخوانید:  د اسلام د ګران پیغمبر (ص) ولادت او د اسلامي امت د یووالي اړتیا
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x