د افغان مهاجرینو د بیرته راستنېدو نوې څپه؛ په یوه ورځ کې نږدې ۳ زره افغان کورنۍ بېرته افغانستان ته راغلې

د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی چې یوازې تېره ورځ، د بېلابېلو سرحدي لارو له لارې، دوه زره ۹۶۳ افغانې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستنې سوې دي.
د افغان مهاجرینو د بیرته راستنېدو نوې څپه؛ په یوه ورځ کې نږدې ۳ زره افغان کورنۍ بېرته افغانستان ته راغلې

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو ویلي چې یوازې تېره ورځ، دوه زره ۹۶۳ افغانې کورنۍ له بېلابېلو سرحدي لارو هېواد ته راغلې دي.

باختر خبري اژانس، د طالبانو تر کنټرول لاندې رسمي ادارې، د سه شنبې په ورځ (۱۳ د عقرب) راپور ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې زرګونه افغانې کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستنې سوې دي. د راپور پر بنسټ، ۳۳ کورنۍ د نیمروز ولایت د ابریشم پله له لارې، ۷۱ کورنۍ د هرات د اسلام‌قلعه له لارې، ۱،۰۰۴ کورنۍ د قندهار د سپین‌بولدک له لارې، ۱،۷۰۰ کورنۍ د ننگرهار د تورخم له لارې، او ۱۵۵ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته داخل سوې دي.

په وروستیو اوونیو کې، د افغان مهاجرینو د پاکستان له لوري د ایستلو بهیر په څرګنده توګه زیات سوی دی. د پاکستان دفاع وزیر هم ټینګار کړی وو چې هېواد یې نور د «مېلمه پالنې» توان نه لري او میلیونونه افغان مهاجر باید د پاکستان خاوره پرېږدي. په همدې حال کې، نړیوالو ادارو خبرداری ورکړی چې د دې جبري راستنېدو له امله انساني بحران رامنځته کېدای سي، ځکه ډېرې کورنۍ چې بېرته راغلي، په افغانستان کې د سرپناه، خوراکي موادو او لومړنیو خدماتو له کمښت سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط