د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان د فوټبال فدراسیون مسؤلینو اعلان کړی چې د هېواد ۱۷ کلن د فوټسال ملی ټیم په بحرین کې د ځوانانو آسیایي لوبو کې د اتلولۍ په ترلاسه کولو سره، وتوانېد چې د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د نړیوال المپیک سیالیو لپاره خپل ځای خوندي کړي. محمد یوسف کارګر، د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس، د دې لوبډلې د هرکلي په مراسمو کې په کابل کې وویل چې د طالبانو حکومت او خصوصي سکتور دې د دې ځوان ټیم پراخ ملاتړ وکړي.
نوموړي زیاته کړه: «د افغانستان د ۱۷ کلنو لوبډلې ثابته کړه چې زموږ د ځوانانو استعداد، هڅه او وړتیا ډېره لوړه ده. اوس د نړیوال المپیک لپاره د قوي ګډون په موخه پراخ ملاتړ ته اړتیا لرو.»
د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټسال ټیم تېرې اوونۍ د بحرین په سیالیو کې د خپلو ټولو سیالانو په ماتولو سره، د لومړي ځل لپاره د آسیا اتل سو. دغه ټیم وتوانېد چې د ایران، تایلند، ازبکستان او چین په څېر پیاوړو لوبډلو ته ماتې ورکړي او د اتلولۍ جام خپل کړي. د ۲۰۲۶ د ځوانانو المپیک سیالۍ به د اکتوبر له ۳۱مې تر د نومبر ۱۳مې (د ۱۴۰۵ کال د عقرب له ۹مې تر ۲۲مې) د افریقا د سینګال په پلازمېنه «داکار» کې ترسره سي. دا به لومړی ځل وي چې یو افریقایي هېواد د دې نړیوالو لوبو کوربهتوب کوي.
په دې نړیوالو سیالیو کې به له ۲۰۰ هېوادونو څخه شاوخوا ۲۰۰۰ ورزشکاران په شاوخوا ۳۰ ورزشي برخو لکه اتلټیک، لامبو، تکواندو، کشتي، درېنفره باسکټبال او فوټسال کې سیالۍ وکړي.
د نړیوال المپیک کمېټې (IOC) ویلي، د دې سیالیو موخه د المپیکي ارزښتونو ترویج، د بنسټیزو ورزشونو وده او د نړۍ د ځوانانو ترمنځ د فرهنګي همغږۍ پیاوړتیا ده. د ځوانانو المپیک لوبې هر څلور کاله وروسته ترسره کېږي او د نړۍ له ګوټګوټ څخه د ۱۴ تر ۱۸ کلونو عمر لرونکي ورزشکاران پکې ګډون کوي.




