د افغانستان په چارو کې د ایران استازی: د تروریستي ګواښونو د مخنیوي لپاره باید له افغانستان سره د معلوماتو د تبادلې یوه امنیتي کمېټه جوړه شي

memaarpress
لنډ لینک: https://memar.press/?p=1386
۳ کلونه مخکی
د خبر شمیره 1386
کې خپور شو 12:51 ق.ظ

معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي “حسن کاظمي قمي” ویلي، تهران په دې باور دی چې د ترهګرۍ د ګواښ د مخنیوي او له افغان چارواکو سره د معلوماتو د تبادلې لپاره باید یوه امنیتي کمېټه جوړه شي.

نوموړي د “مسکو فارمټ” تر غونډې وروسته ویلي چې د افغانستان هېوادونه او ګاونډیان باید د همغږۍ کمېټې یا امنیتي کمېټې په چوکاټ کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

کاظمي قمي زیاته کړه چې له افغانستان سره د پوځیانو د روزنې، د معلوماتو د تبادلې او د تجهیزاتو د رسولو له لارې ممکنه ده. په بل عبارت، ګاونډي هیوادونه باید په دې برخه کې له کابل سره همکاري وکړي.

په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي وویل، له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د پولو او د خلکو د امنیت د ساتلو مسوولیت د افغانستان په رهبرۍ پورې اړه لري.

د هغه په ​​وينا، د تروريستي ګواښونو په رڼا کې امنيتي مسايل يوه جدي موضوع ده، ځکه چې تروريزم هيڅ پوله نه پېژني په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امنيت نشتوالى او بې ثباتي ګاونډي هېوادونه او ټوله سيمه زيانمنوي.

په ورته وخت کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي ټینګار وکړ چې د افغانستان وضعیت او ثبات په دغه هېواد کې د یوه ټول شموله او ولسپاله حکومت له جوړېدو سره مستقیم تړاو لري.

کاظمي قمي همداشان د مسکو فارمټ ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د دغه سیمه ایز نوښت په چوکاټ کښې له افغانستان سره د مرستې لپاره د لارو چارو لټون د یو هیواد په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې په معنا نه دی. زه فکر کوم چې د مسکو فارمټ د افغانستان د وضعیت په ښه کولو کې مرسته کولای شي.

تر دې وړاندې د افغانستان په اړه د “مسکو فارمټ” څلورمه ناسته د ځانګړي استازي په کچه د نوامبر په ۱۶مه په مسکو کې د ۱۱ هېوادونو په ګډون جوړه شوې وه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
سه-پروژه-تولید-برق-در-جنوب-افغانستان
د تاشکند او کابل ترمنځ د انرژۍ همکاریو پراختیا
د ازبکستان د انرژۍ وزیر اعلان کړی چې دغه هېواد غواړي د افغانستان لپاره د برېښنا صادرات زیات کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د انرژۍ په برخه کې همکاري نوره هم پیاوړې کړي.
سهیل-شاهین
طالبان: کابل د پاکستان د امنیت د تأمین مسؤل نه دی
سهیل شاهین، د طالبانو استازی په قطر کې، اعلان کړی چې د اسلام‌آباد غوښتنه یې رد کړې ده چې له طالبانو یې د پاکستان د امنیت د تضمین غوښتنه کړې وه. هغه ویلي، د هر هېواد امنیت د هماغه هېواد مسؤلیت دی.
ariyana-afghan
د کندهار – دوبۍ مستقیم پروازونه پيل کېږي
د آریانا افغان هوايي شرکت اعلان وکړ چې د یکشنبې له ورځې به د قندهار او دوبۍ ترمنځ مستقیم پروازونه پيل سي، او دغه پروازونه به هره اونۍ یو ‌ځل ترسره کېږي.
chin-m-taliban
د چین سفیر: د افغانستان ثبات د ټولې سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري
د طالبانو سفارت په قرقیزستان کې ویلي چې عبدالشکور حقاني، د طالبانو استازی، او لیو جیان‌پینګ، د چین سفیر، د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا، د امنیتي همکاریو د پراختیا او د افغانستان د ثبات د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو تړل کېدل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان سره د وروستیو سرحدي شخړو له امله، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي او ترانزیټي لارې به تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې پاتې سي.
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.