د معمار پرس د خبر له مخې؛ په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې له مشر لیو جین سونګ سره وکتل. نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي، ترانزيټي او سوداګريزو اړيکو پر پراختيا او له نورو هېوادونو سره د مثبتو تعاملاتو او همکاريو پر دوام خبرې وکړې. په دې کتنه کې سونګ د افغانستان او چین ترمنځ د واخان دهلیز د جوړولو لپاره د طالبانو هڅو ته په اشارې سره وویل: ولسمشر به د راتلونکي کال له پیله د افغانستان په ګډون د ۴۰ هېوادونو پر صادراتي توکو ګمرکي تعرفې معاف کړي. په افغانستان کې د طالبانو له راتګ وروسته چین د طالبانو یو له اقتصادي شریکانو څخه شو.

- 59
- کې خپور شو 4:12 ب.ظ
- د خبر شمیره 104938
- October 16, 2024
- کې خپور شو 4:12 ب.ظ
- د خبر شمیره 104938
- October 16, 2024
- آخرین بروزرسانی 19:12 - October 16, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=104938
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د خدیجې امین مستند فلم «زما اولادونه چېرته دي؟» د اروپا په سینمایی جشن کې
16:59 - November 13, 2025

یاسین قادري، افغان اتل، د مستر المپیا سیالیو کې ګډون ونه سوای کولی
16:50 - November 13, 2025

شهباز شریف: د هند او طالبانو اړیکې د پاکستان په ګټه نه دي
16:42 - November 13, 2025

استرالیا د طالبانو پر وړاندې د نوو بندیزونو د لګولو خبر ورکړ
16:36 - November 13, 2025