د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اسیا پلیټ فارم بنسټ په یوه نوي راپور کې اعلان وکړ چې له یو ملیون څخه ډیر افغان کډوال چې په وروستیو میاشتو کې له پاکستان څخه په زوره خپل هیواد ته راستانه شوي دي د دوهم ځلي بې ځایه کیدو او بشري کړکېچ له خطر سره مخ دي.
دې سازمان په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې خبرداری ورکړ چې افغانستان، د پراخې بې وزلۍ، اقتصادي سقوط او د سرچینو سخت کمښت سره سره، د دې ظرفیت نلري چې د راستنیدونکو دا شمیر ومني.