د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د ۲۱۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۹ لوی کانونه کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته سپارلي دي. دغه وزارت په دوام وویل چې دغه اقدام په افغانستان کې د اقتصادي ودې او د پانګونې د جذب له مخې شوی دی. د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان وکړ چې د ۲۱۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۹ لویو کانونو قراردادونه یې کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته ورکړي دي. په دغو کانونو کې سمنټ، مالګه، روبي، باریت او نور منرالونه شامل دي. یو شمېر اقتصادي کارپوهان په دې باور دي چې د افغانستان د کانونو پراختیا د هېواد له اقتصادي وضعیت سره مرسته کولای شي.

- 63
- منتشر شده در 2:35 ب.ظ
- شماره خبر 116146
- January 7, 2025
- منتشر شده در 2:35 ب.ظ
- شماره خبر 116146
- January 7, 2025
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 15:13 - January 7, 2025
- لینک کوتاه: https://memar.press/?p=116146
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط



