د افغانستان د ملي ټلویزیون د نشراتو د بندیدو او د شریعت غږ راډیو د بدلیدو احتمال

احتمال توقف پخش تلویزیون ملی افغانستان و تبدیل آن به رادیو صدای شرعیت

د افغانستان ملي ټلویزیون ته باخبره سرچینې وايي چی د طالبانو ډله په پام کې لري چې د ملي ټلویزیون خپرونې بندې کړي او دغه رسنۍ د شرعي غږ راډیو په نوم له دیني مطالبو سره په یوه راډیو بدله کړي. د دغه تلویزیون یو شمېر کارکوونکو ویلي: د ملي تلويزيون مشر يوسف احمدي د میزان په ٢٨مه، د ملي تلويزيون د مشرتابه په غونډه کې وويل، چې دغه تلويزيون به د “شريعت غږ” راډيو بدل شي. یوسف احمدي ویلي دي چې د افغانستان د ملي ټلویزیون د خپرونو بندول به د نورو بصري رسنیو د بندیدو لپاره یو وړاندیز وي. ملي تلويزيون هغه دولتي رسنۍ ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې طالبانو د دغې رسنۍ ډېرى کلتوري او ټولنيزې خپرونې بندې کړې او د دغه تلويزيون ښځينه کارکوونکې يې له دندو ګوښه کړې دي. د افغانستان د ملي ټلویزیون یو شمېر کارکوونکي اندېښمن دي، چې د دغه ټلویزیون د نشراتو په بندېدو سره به خپلې دندې له لاسه ورکړي او بې کاره شي.

بیشتر بخوانید:  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپلو اتباعو ته پاکستان ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه