د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د برازیل په سیالیو کې ګډون کوي

اشتراک تیم ملی فوتسال افغانستان در مسابقات برزیل

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي مجید مرتضایی ابرودي د برازیل د فوټسال ټورنمنټ کې د خپلې لوبډلې د ګډون اعلان وکړ. هغه د خبر په اعلانولو سره وویل چې په پیل کې د برازیل، فرانسې، افغانستان او لیتوانیا ټیمونه په دې ټورنمنټ کې د ګډون لپاره ټاکل شوي وو خو د لیتوانیا د لوبډلې پر ځای به بله لوبډله په سیالۍ کې برخه واخلي. د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي دا هم زیاته کړه چې د لوبډلې څلور یا پنځه لوبغاړي د ایران په غوره لیګ کې لوبیږي او د لوبډلې روزنیز پروګرامونه به د دوی د قراردادونو له نهایی کیدو سره سم پیل شي.

بیشتر بخوانید:  رحمت الله نبیل: طالبان د افغانستان او سیمې لپاره وژونکې ناروغي ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه