د معمار پرس د خبر له مخې؛ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ستوری اکبر کاظمي د ایران د فوټسال غوره لیګ په سیالیو کې د ګیتیپسند اصفهان کلب سره یوځای شو. دا لیږد په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان د ملي لوبډلې ګول کیپر محمد جواد صفري هم له دغه کلب سره یوځای شوی وو. د ګیتیپسند اصفهان کلب مشر په ټولنيزو شبکو کې له اکبر کاظمي سره د يو ګډ عکس په خپرولو سره په رسمي ډول له خپلې لوبډلې سره د دغه لوبغاړي د يو ځای کېدو خبر اعلان کړ. کاظمي د افغانستان د فوټسال د ملي لوبډلې له مهمو لوبغاړو څخه شمېرل کېږي او په وروستیو سیالیو کې یې د اسیا جام او نړیوال جام په ګډون په زړه پورې لوبه کړې ده.

- 58
- کې خپور شو 5:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 104897
- October 15, 2024
- کې خپور شو 5:20 ب.ظ
- د خبر شمیره 104897
- October 15, 2024
- خبرونه
- تازه تازه 16:21 - October 16, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=104897
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



