د افغانستان د رېل‌پټلۍ له لارې د سوداګرۍ نوې مرحله

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د خواف – هرات د رېل‌پټلۍ له لارې د توکو واردات د تېر کال په پرتله پنځه چنده زیات سوي دي؛ دا پرمختګ کولی سي د افغانستان د سوداګرۍ لوری له ایران او سیمه‌ییزو هېوادونو سره په بنسټیز ډول بدل کړي.
د افغانستان د رېل‌پټلۍ له لارې د سوداګرۍ نوې مرحله

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د طالبانو د هرات ولایت مقام اعلان کړی چې د خواف – هرات د رېل‌پټلۍ له لارې د وارداتو کچه د تېر کال په پرتله پنځه برابره لوړه سوې ده. د ورکړل سوو معلوماتو له مخې، اوس مهال هره ورځ شاوخوا ۲ زره ټنه توکي له ایران څخه د دې رېل‌پټلۍ له لارې افغانستان ته راوړل کېږي.

دغه توکي د خوراکي موادو، ودانیزو توکو او نورو تجارتي مالونو څخه جوړ دي. د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي په هرات کې دا زیاتوالی د زیربناوو د ښه‌والي، د ګمرکي آسانتیاوو، او د اړوندو ادارو ترمنځ د لا ډېرې همغږۍ پایله بولي. د خواف – هرات رېل‌پټلۍ د افغانستان او ایران ترمنځ د یو مهم اقتصادي دهلېز په توګه پېژندل کېږي او په وروستیو کلونو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په اسانولو کې مهم رول لوبولی دی.

له بلې خوا، ځايي سوداګر وايي چې ددې لاین له فعاله کېدو سره د توکو د لېږد چټکتیا زیاته سوې او د ترانسپورټ لګښتونه راکم سوي دي. خو یو شمېر اقتصادي کارپوهان ټینګار کوي چې د دې پروژې دوامداره پرمختګ د امنیت، پانګونې او دولتي ملاتړ پرته ممکن نه‌دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط