د معمار پرس د خبر له مخې، د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې پرون (دوشنبه د ثور ۱۷مه) په هرات کې د یوې غونډې په ترڅ کې له لسو څخه زیات تړونونه او دوه یادداشتونه لاسلیک کړل. د طالبانو د سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه تړونونه د ساختماني توکو لپاره دي چې په کې د ګول سیخ، د ترمیم رنګ، مرمر ډبرو او خوراکي توکو شامل دي. سرچينه زياتوي، چې اوس د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره ښه فرصت دى او بايد دواړه لوري ترې پوره ګټه پورته کړي. د يادونې وړ ده، چې ترکمنستان په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه کړې او د دغه هېواد چارواکو په وار وار له طالب چارواکو سره په ليدنو کې د اړيکو د پراختيا غوښتنه کړې ده.

- 49
- منتشر شده در 5:15 ب.ظ
- شماره خبر 8513
- May 7, 2024
- منتشر شده در 5:15 ب.ظ
- شماره خبر 8513
- May 7, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 17:15 - May 7, 2024
- لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8513
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



