د اسلامي همکاریو سازمان او اندونیزیا د افغان ښځو د ملاتړ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د اسلامي همکاریو سازمان او اندونیزیا د افغان ښځو د ملاتړ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره د اسلامي همکاریو سازمان اعلان کړې ده چی د دغه سازمان دفتر او په کابل کې د اندونیزیا سفارت د افغان ښځو د اقتصادي فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه هوکړه لیک نن (دوشنبه د میزان ۹مه) په کابل کې لاسلیک شو. په اعلاميه کې راغلي چې د دغو پروژو مالي لګښت د اندونيزيا د حکومت له خوا ورکول کېږي او د اسلامي همکاريو سازمان به دغه پروژې پلې کوي. دغه سازمان د تړون په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له دې ډلې سره له هغه وخت راهیسې چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړی، اړیکې لري، خو په ورته وخت کې یې د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار بندیز هم نیوکه کړې ده.

بیشتر بخوانید:  په طبي موسسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه په کندهار کې د طالبانو بېړنۍ غونډه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x